د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن تر سيوري لاندې 66م نېشنل ټرېك سائيكلنګ چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ په لاهور كښې پېل كېږي

پېښور 17 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن تر سيوري لاندې 66م نېشنل ټرېك سائيكلنګ چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په لاهور كښې پېل كېږي. د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه او سېكرټري نثار احمد خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه د سلو نه زيات نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي. دوي ووئيل چې د نېشنل ټرېك سائيكلنګ چېمپئن شپ چمتووالې نيول شوے او دا به وړومبې موقع وي چې اوپن سائيكل رېس به وكړے شي.