په مظرګړھ كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د 4 ماشومانو او دوه مېرمنو پشمول د يوې كورنۍ 7 كسان سوځېدو سره په حق رسېدلي دي

مظفر ګړھ 17 اکتوبر(اے پي پي) د پنجاب په مظفر ګړھ سيمه كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د 4 ماشومانو او دوه مېرمنو پشمول د يوې كورنۍ 7 كسان سوځېدو سره په حق رسېدلي دي. د رېسكيو 1122 له مخې د مظفرګړھ په علي پور سړك په بستي پير جهانيا كښې د شپې په يوه بجه په يو كور كښې ناڅاپي اور ولګېدو او په نتيجه كښې ئې د څلور ماشومانو او دوه مېرمنو پشمول 7 كسان سوځېدو سره په حق ورسېدل. د ځائي خلقو له مخې په كور كښې 8 كسان اوسېدل. د اور لګېدو وجه لا تر اوسه هم نه ده معلومه شوې. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.