د پېښور په ګورنر ګورنر هاٶس كښې جشن عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په جوش و جذبه لمانځلو لپاره تيارې پېل شوې دي

پېښور 16 اکتوبر(اے پي پي) د پېښور په ګورنر ګورنر هاٶس كښې جشن عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په جوش و جذبه لمانځلو لپاره تيارې پېل شوې دي. د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر هاٶس به درې ورځې كورنيو لپاره پرانستل كېږي. د پېښور ګورنر هاٶس به د اتوار د ورځې څخه د نهې تر ورځ سهار د لس بجو نه تر مازيګر 4 بجو پورې كورنيو لپاره پرانستې وي. راتلونكو كورنيو ته به خوراك څښاك ﴿لنګر﴾ وړيا وركولې شي. ګورنر هاٶس به په دې ورځو كښې د پوهنتونونو او كالج زده كوونكو لپاره هم پرانستې وي. په دې موقع به تلاوت، حمد او نعتيه كلام هم وړاندې كولې شي. د پېښور ګورنر هاٶس ودانې لائټونو سره ښكلې كړې شوې ده.