د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د مرستې سامان ټركونه افغان چاواركو ته وسپارلے شول

پیښور 15 اکتوبر(اے پی پی) د الخدمت فاؤنډېشن پاكستان لخوا د 124 ټن د مرستې سامان افغان ځپليو لپاره په پاك افغان پوله انګور اډه افغان چارواكو ته وسپارلے شول. د مرستې په سامان كښې اوړه، غوړي، چيني، وريژې، لوبيا، دالونه او نور سامان شامل ؤ . په دې لړ كښې په پاك افغان پوله انګور اډه يوه دستوره وشوه چې پكښې د الخدمت فاٶنډېشن غړو د حكومتي چارواكو په موجودګۍ كښې د افغانستان د پكتيكا ولايت دوهم ګورنر مولانا حماس او د هغه پلاوي ته د مرستې سامان وسپارلو. دغسې افغان چارواكو په مرسته كولو د الخدمت فاٶنډېشن او پاكستاني حكومت مننه وكړه.