اسفنديار ولي خان د افغانستان په قندهار ولايت كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

پیښور 15اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي مركزي صدر اسفنديار ولي خان د افغانستان د قندهار ولايت په جومات كښې د ترهه ګرۍ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي معصوم او بې ګناه كسان په نخښه كول په هېڅ صورت جائز نه دي۔اے اېن پي په دې پېښه كښې د شهيدو شوو كورنيو په غم كښې برابر شريك ده ۔ده ووئيل عوامي نېشنل پارټي د هر ډول ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد ده او تل به وي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د شهيدانو درجې لوړې كړي او ژوبل شوو ته دې روغ صحت وركړي