عوامي نېشنل پارټي په قندهار كښې د جمعې په مونځ كښې د شوې چاودنې غندنه وكړه

كوئټه 15اکتوبر(اے پی پی) عوامي نېشنل پارټي په قندهار كښې د جمعې په مونځ كښې د شوې چاودنې غندنه كړی۔د عوامي نېشنل پارټۍ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي عوامي نېشنل پارټي د افغانستان په قندهار ولايت كښې د جمعې په مونځ كښې د چاودنې غندنه كوي او د بې ګناه خلكو په مړينه د افسوس څرګندونه كوي۔په بيان كښې وئېلي شوي د بې ګناه خلكو وژنه په كوم يو مذهب كښې هم روا نه ده۔په بيان كښې د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه شوې ده