بايد د آزاد كشمير حكومت د اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره په تندۍ سره كار وكړي

اسلام آباد 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف په آزاد كشمير كښې په پرمختيائي او فلاحي پروژو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې بايد د آزاد كشمير حكومت د اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره په تندۍ سره كار وكړي۔ ده دا خبره د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ راجه فاروق …

اسلام آباد 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف په آزاد كشمير كښې په پرمختيائي او فلاحي پروژو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې بايد د آزاد كشمير حكومت د اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره په تندۍ سره كار وكړي۔ ده دا خبره د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ راجه فاروق حېدر وزيراعظم په آزاد كشمير كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل چې پرمختيائي پروژو كښې د سپيځلتيا څخه كار اخستل كېږي۔ راجه فاروق حېدر ووئيل چې د كشمير اولس د پرمختيائي پروژو څخه په بشپړه توګه استفاده كوي۔ وزيراعظم ووئيل د اولس خذمت د آزاد كشمير او وفاقي حكومت شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل د ښه مواصلاتي او سترو لارو نېټ ورك سره به د اولس د ژوند معيار ښه شي او اقتصادي هلو ځلو ته به وده ترلاسه شي٬وفاقي حكومت به د آزاد كشمير د حكومت هر ډول مرسته كوي۔