اوسني صوبائي حكومت به د وزيراعلی جام كمال خان په مشرۍ كښې خپله آئيني موده ترسره كوي٬ د بلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر

کوئټه ۔14اکتوبر(اے پی پی) د پلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر سردار بابر خان موسی خېل د بلوچستان عوامي پارټۍ په صدر او د بلوچستان په وزيراعلی د خپل ګوند لخوا د بشپړه باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي اوسنې صوبائي مخلوط حكومت به د قائد ايوان وزيراعلی بلوچستان جام كمال خان په مشرۍ كښې خپله 5 كلنه آئيني موده ضروري ترسره كوي۔ موجوده صوبائي حكومت د پاکستان تحریک انصاف، بلوچستان عوامی پارټۍ او حكومت كښې د شاملو نورو اتحادي ګوندونو په مرسته مضبوط دے او د يو څو غړو په خوښه د بلوچستان د اولس خوښه او د صوبې د يو ډول پرمختګ عمل وروستو كېدې نه شي