د اسلاميه كالج پوهنتون ماسټر امتحان په 29 اكتوبر پېل كېږي

پشاور۔14اکتوبر(اے پی پی) د اسلاميه كالج پوهنتون د ماسټر كچې امتحان د روانې مياشتې 29 مې نېټې څخه پېل كېږي٬ امتحان لپاره ټول احتياطي تدبيرونه اختيار كړې شوي دي۔ د امتحانات كنټرولر لمخې ټولو كانديدانو ته د هغوي په پته رول نمبر استولې شوې دې بياهم د نه ترلاسه كېدو په صورت كښې د امتحاناتو څانګې سره تماس نيولې كېدې شي۔