د امريكې او برتانيې وګړو ته په كابل كښې هوټلونو څخه د لرې پاتې كېدو سپارښتنه

كابل 11اکتوبر(اے پی پی)امريكې او برتانيې په خپلو وګړو غږ كړې دې هغوي دې د امنيت اندېښنې په نظر كښې نيولو سره د افغانستان په پايه تخت كابل كښې هوټلونو څخه لرې پاتې شي۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادراې له مخې د امريكې خارجه محكمې د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې وګړو ته هدايت وكړو چې په سيرينا هوټل كښې يا دې سره نزدې سيمو كښې مېشته …

كابل 11اکتوبر(اے پی پی)امريكې او برتانيې په خپلو وګړو غږ كړې دې هغوي دې د امنيت اندېښنې په نظر كښې نيولو سره د افغانستان په پايه تخت كابل كښې هوټلونو څخه لرې پاتې شي۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادراې له مخې د امريكې خارجه محكمې د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې وګړو ته هدايت وكړو چې په سيرينا هوټل كښې يا دې سره نزدې سيمو كښې مېشته امريكائي وګړې دې په سمدستي توګه دغه ځايونه پرېږدي۔ د برتانيې خارجه دفتر خپلو وګړو ته هدايت كړے چې په افغانستان كښې د رامخې ته شويو خطرو له امله هوټلونو او په خاص توګه په كابل كښې د سيرينا هوټل څخه لرې پاتې شي۔ د يادونې وړ ده چې په كابل كښې زياتره غېر ملكي وګړي په سيرينا هوټل كښې پاتې كېږي۔

مزید خبریں