وړوكې كاروباري طبقې ته ګټھ رسولو او زيات ټېكس بېرته وركولو لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي

اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې وړوكې كاروباري طبقې ته ګټھ رسولو او زيات ټېكس بېرته وركولو لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي٬ دغسې چې هغه د هېواد په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړې شي٬ د ټېكس قانون دې عملي كړې شي٬په دې لړ كښې دې چا سره هم نرمي ونه كړې شي۔ ده دا خبره …

اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې وړوكې كاروباري طبقې ته ګټھ رسولو او زيات ټېكس بېرته وركولو لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي٬ دغسې چې هغه د هېواد په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړې شي٬ د ټېكس قانون دې عملي كړې شي٬په دې لړ كښې دې چا سره هم نرمي ونه كړې شي۔ ده دا خبره د فېډرل ټېكس محتسب عبدالرؤف چوهدري سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔پھ دې مهال فېډرل ټېكس محتسب د خپلې ادارې د كلنې كاركردګۍ 2016 راپور اولس مشر ته وړاندې كړو۔اولس مشر ووئيل فېډرل ټېكس محتسب اداره د ټېكس وركونكو شكاياتونو فوري او زر ازالې لپاره ګامونه پورته كوي۔دې سره به نه يوازې د ټېكس وركونكو باور په ځاې شي بلكې آمدن كښې به هم اضافه وشي كوم چې د رياست استحكام له ضروري ده۔اولس مشر په كلن راپور د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل په اداره كښې پورته كړې شويو ګامونو سره به د دې كاركردګي لا ښه شي۔ده ووئيل وفاقي ټېكس محتسب سېكرټرېټ دې كاركردګي لا ښه كولو له فعاله ګامونه پورته كړي او پھ دې لړ كښې دې د نورو هېوادونو تجربو څخه ګټھ پورته كړي۔اولس مشر د فېډرل ټېكس محتسب ادارې كاركردګي ستائېلو سره ووئيل اېف ټي او د ټېكس په اړه د شكاياتونو ازالې لپاره 49 ورځې مقرر كړې دي او په 2015 كښې د دې شكاياتونو د ازالې دورانيه 63 ورځې وه۔اولس مشر د وفاقي ټېكس محتسب مشاورتي كمېټۍ تنظيم نو او د فيډر ټېكس محتسب فېصل آباد٬ملتان٬سكهر ٬اېبټ آباد او نورو سيمه ايزو دفترونو په فعاليت د اطمينان څرګندونه وكړه ده هيله ولرله چې دا اداره به د اولس خېرښېګړې له خپلې هڅې روانې ساتي۔په دې مهال فېډرل ټېكس محتسب عبدالرؤف چوهدري اولس مشر ته د ادارې د كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې فېډرل ټېكس محتسب ته په كال 2016 كښې 768 شكايتونه ترلاسه شو او دا د 2015 په مقابله كښې 15 فيصده زيات وو۔پھ دې كښې كال 2016 كښې د 1807 په اړه پريكړه وكړې شوه كوم چې د 2015 په مقابله كښې 12 فيصد زياته وه۔ ده زياته كړه چې 79 فيصد پريكړې د ټېكس وركونكو په حق كښې راغلې دي۔د فېډرل ټېكس محتسب 84 فيصد پريكړې د ټېكس وركونكو او اېف بي آر قبول كړې دي