اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د سيمه ايز امن استحكام لپاره د پاكستان او سري لنكا ترمينځه به مرسته روانه ساتو٬ سري لنكا د پاكستان باوري ملګرې دې د چا خېرسګالۍ ته چې مونږ د قدر په سترګه ګورو۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبره د سري لنكا پوځ كمانډر لېفټيننټ جنرل اے ډبليو جے سي ډي سلوا سره د ملاقات …
د سيمه ايز امن استحكام لپاره د پاكستان او سري لنكا ترمينځه مرسته به روانه ساتو
اسلام آباد 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د سيمه ايز امن استحكام لپاره د پاكستان او سري لنكا ترمينځه به مرسته روانه ساتو٬ سري لنكا د پاكستان باوري ملګرې دې د چا خېرسګالۍ ته چې مونږ د قدر په سترګه ګورو۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبره د سري لنكا پوځ كمانډر لېفټيننټ جنرل اے ډبليو جے سي ډي سلوا سره د ملاقات پھ مهال كړې چا چې د پلاوي سره د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل چې دواړه هېوادونه يو بل ته ډېر نزدې دي او په نړيوالو فورمونو يو بل سره بشپړه مرسته كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې په سباؤن كښې به دا مرسته لا زياته شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاع پشمول تعليم٬تجارت او د كلتور په څانګو كښې مرسته زياتولو ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچ پلاويو تګ راتګ پكار دې دغسې چې د مرستې نوې لارې ولټولې شي۔اولس مشر د مقبوضه كشمير په اړه په خپلو خبرو كښې ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي٬نړيواله ورورولي دې پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي او دا مسئله دې حل كړي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د بدھ تهذيب مركز دې په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سېلګرۍ ته لا وده وركول كېدې شي۔اولس مشر د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالا سيري سينا٬حكومت او اولس لپاره د خېرسګالۍ پېغام هم وركړو۔پھ دې موقع د سري لنكن پوځ كمانډر لېفټيننټ جنرل اے ډبليو جے سي ډي سلوا ووئيل سري لنكا پاكستان سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼي٬سري لنكا د دفاعي څانګو پشمول په نورو څانګو كښې اړيكو ته وده وركول غواړي











