کابل 06 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان سرکاري پاور کمپنۍد واجب الادا بلونووركولو لپاره د ملګرو ملتونو مشن ته د 90 مليونه ډالرو وركولو اپيل كړے دغسې چې بلونو وركولو لپاره د دريو مياشتو مهلت ختمېدو نه وړاندې فنډز وركړے شي او هېواد د تيارو څخه وساتلے شي۔ د امريکې د سافټ ويئر کمپنۍ بلوم برګ له مخې د افغانستان پاور کمپنۍ د "افغانستان برېښنا شېرکاټ" (ډي اے بي …
د افغانستان سرکاري پاور کمپنۍد واجباتو ادا كولو لپاره د ملګرو ملتونو مشن ته د 90 مليونه ډالرو وركولو ایيل وكړو

مزید خبریں
کابل 06 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان سرکاري پاور کمپنۍد واجب الادا بلونووركولو لپاره د ملګرو ملتونو مشن ته د 90 مليونه ډالرو وركولو اپيل كړے دغسې چې بلونو وركولو لپاره د دريو مياشتو مهلت ختمېدو نه وړاندې فنډز وركړے شي او هېواد د تيارو څخه وساتلے شي۔ د امريکې د سافټ ويئر کمپنۍ بلوم برګ له مخې د افغانستان پاور کمپنۍ د “افغانستان برېښنا شېرکاټ” (ډي اے بي اېس) لنډمهاله سي اي او سېف الله احمد زئۍ د ټېلي فون د لارې وئيلي ديافغانستان ٬ ازبکستان، تاجکستان، ترکمانستان او ايران ته د برېښنا په لړ كښې په مجموعي توګه د دوه كروړه څخه تر دوه يم كروړه ډالرو هره مياشت وركول وي او دا مهال د برېښنا د بلونو په مد كښې بقاياجات 6 كروړه 20 لكه ډالرو ته رسېدلي او د دې نه ادا كولو له امله څه وخت هم د برېښنا سپلائي بندېدې شي۔ ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن ته خواست كوٶ چې د بشري خواخوږۍ له مخې د افغان اولس مرسته وكړي اود برېښنا بلونو ادا كولو لپاره 90 مليونه ډالره راكړي۔ ده ووئيل مشن تر اوسه په دې خواست غبرګون نه دے جاري كړے۔ ده ووئيل د افغانستان 3 كروړه 80 لكه كسانو كښې يوازې 38 فيصده ته د برېښنا رسنه ترلاسه ده ۔ ده ووئيل طالب واكداران د برېښنا د بلونو ادا كولو هڅې كوي او ګاٶنډيانو هېوادونو څخه د برېښنا سپلائي نه بندولو غوښتنه شوې ۔ ده ووئيل افغانستان په كلنه توګه 1600 مېګاٶاټ برېښنا ته اړتيا لري او د هېواد د توان 22 فيصده حاجت د هائيډرو پلانټس٬ سولر پېنلز او فوسل فيولز سره سره د توان ځائي ذريعو څخه ترسره كېږي









