ورلډ فوډ پروګرام په افغانستان کښې غذائي عدم تحفظ سره د زرګونو په شمېر مخ كوچنيانو ته خوراكي مواد وركړل

کابل۔ 6 اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك ادارې (ورلډ فوډ پروګرام) وئيلي چې په افغانستان کښې غذائي عدم تحفظ سره د زرګونو په شمېر مخ كوچنيانو ته خوراكي مواد وركړې شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو د ورلډ فوډ پروګرام ټويټ پېغام حوالې سره وئيلي دي چې تېره اونۍ په افغانستان كښې د 5 كالو نه د كم عمر 500 كوچنيانو ته د خوراك څيزونه وركړې شول۔ ټويټ پېغام كښې دا هم وئيلې شوي دي چې كوچنيان كه صحتمند او د هغوي ذهن مضبوط وي نو دوئي به غوره سباؤن پلو مخ په وړاندې قدم پورته كولې شي۔ د ډبلیو اېف پی وېنا ده چې هغه افغانستان كښې د مرستې خپلې كارروائۍ روانې ساتلو له د كار تر پايې 200 ملين ډالرو ته اړتيا لري۔ ادارې دا هم وئيلي چې د افغانستان 3 كروړه ودانۍ كښې د نيم نه زيات خلك د بې وزلۍ كرښې نه ښكته په ژوند كولو مجبور دي او هېواد كښې د خوراك حوالې سره په عدم تحفظ كښې پرله پسې زياتوالې رامخې ته كېږي۔ د هغه وېنا وه چې د عدم تحفظ په لويو سببونو كښې خپل منځه شخړې او اوچ كالي شامل ده چې ورسره ټول كميونټيز معاشي موقعو څخه محرومېږي۔