اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير غلام مرتضی خان جتوئي پيپلز ګوند كښې د شموليت خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي نه خو ما داسې كومه پرېكړه كرې او نه مې د پي پي پي لارښودې فريال تالپور سره كوم ملاقات شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل د سياسي جوړ توړ او د كال 2018ﺀ ټاكنو په اړه چې كومه هم پرېكړه كوم د …
پيپلز ګوند كښې د شموليت خبر بې بنسټه دي۔ غلام مرتضی خان جتوئي
اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير غلام مرتضی خان جتوئي پيپلز ګوند كښې د شموليت خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي نه خو ما داسې كومه پرېكړه كرې او نه مې د پي پي پي لارښودې فريال تالپور سره كوم ملاقات شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل د سياسي جوړ توړ او د كال 2018ﺀ ټاكنو په اړه چې كومه هم پرېكړه كوم د ټولو وړاندې به وي۔ ده كراچۍ كښې په خپله استوګنه خبريالانو سره خبرې كولې۔ تېره ورځ اسلام آباد څخه يوه ورځپاڼه كښې د غلام مرتضی جتوئي پيپلز ګوند كښې دشموليت خبر خپور شوے ؤ په دغه خبر كښې دعوی شوې وه چې فريال تالپور سره ملاقات نه وروستو غلام مصطفی جتوئي پيپلز ګوند كښې د شموليت پرېكړه كړې۔ او ددې باقاعده اعلان به آصف علي زرداري سره ملاقات نه وروستو كولې شي۔ ده ووئيل دا بېخي بې بنسټه خبر دے۔ وفاقي وزير ووئيل زه د پټې په سياست باور نه لرم او كومه هم پرېكړه چې كوم د ټولو په وړاندې به ئې كوم۔










