اسلام آباد ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي حكومت د خواري كښو ناوړه حالت ښه كولو له هڅې كوي۔ د كوم قام د اقتصادي طاقت اندازه دغلته د خواري كښې طبقې حېثيت ٬ د ژوند معيار او د دوئي د حقونو ساتنې څخه لګېدې شي۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې سردار ایاز صادق ووئيل خواري كښه ډله …
حكومت د خواري كښو ناوړه حالت ښه كولو له هڅې كوي۔ د كوم قام د اقتصادي طاقت اندازه دغلته د خواري كښې طبقې حېثيت ٬ د ژوند معيار او د دوئي د حقونو ساتنې څخه لګېدې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مئي اولنۍ نېټې په مهال پېغام
اسلام آباد ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي حكومت د خواري كښو ناوړه حالت ښه كولو له هڅې كوي۔ د كوم قام د اقتصادي طاقت اندازه دغلته د خواري كښې طبقې حېثيت ٬ د ژوند معيار او د دوئي د حقونو ساتنې څخه لګېدې شي۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې سردار ایاز صادق ووئيل خواري كښه ډله د كوم هم هېواد په پرمختګ اوسوكالۍ كښې مركزي كردار ترسره كوي۔ له دې كبله په مونږ لازم ده چې د دوئي خېر ښېګرې او د دوئي د خذمت معاوضه په وخت ادا كول باوري كړو۔ سپیکر ووئيل اسلام د خواري كښو په خېر ښېګړه او دوئي ته په وخت د معاوضې په وركولو زيات زور راوړي۔ ده ووئيل مونږ دې عزم سره دا ورځ لمانځو چې مزدور ته به عزت وركوؤ او ددوئي د حقونو ساتنه به كوؤ۔ ده ووئيل په دې ورځ رامخې ته شوې د شكاګو تاريخي پېښه كښې مزدورانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كوؤ چا چې د استقلال او مړانې د لارې د نړۍ مزدورانو ته ددوئي بنيادي حقونو وركولو له غږ پورته كړو۔ سپيكر ووئيل د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې زمونږ د مزدور ورورولۍ خذمات د وياړ وړ دي۔ بهر هېوادونو كښې كار كوؤنكي نه يواځې د پاكستان پېژندګلو ده بلكې دوئي خپله قيمتي زرمبادله هېواد ته رالېږلو سره د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ دوهم سپيكر مرتضیٰ جاوېد عباسي په دې مهال خپل پېغام كښې د ټولې نړۍ خواري كښو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كړې۔ ده ووئيل افرادي قوت د كوم هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل موجود جمهوري حكومت د مزدور ورورولۍ او ددوئي د كورنيو خېر ښېګړې له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ ده د مزدور طبقې حقونو ساتنې او دوئي ته د ژوند غوره معيار وركولو له د حكومت د لوظ پخلې وكړو۔










