اسلام آباد ۔30 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ګران هېواد اقتصادي پرمختګ او سوكالي د خواري كښو او هنرمندو هڅو سره تړلې۔ زه باور لرم چې د ټولو اسټېك هولډرز مرستې سره مونږ خپلو خواري كښو لپاره د ژوند غوره معيار ترلاسه كولې شو او دوئي لپاره د پرمختګ يو ډول موقعې او دوئي ته خپل حقونه وركول باوري كولې شو۔ د شكاګو مزدورانو …
د ګران هېواد اقتصادي پرمختګ او سوكالي د خواري كښو او هنرمندو هڅو سره تړلې۔ زه باور لرم چې د ټولو اسټېك هولډرز مرستې سره مونږ خپلو خواري كښو لپاره د ژوند غوره معيار ترلاسه كولې شو او دوئي لپاره د پرمختګ يو ډول موقعې او دوئي ته خپل حقونه وركول باوري كولې شو۔ د شكاګو مزدورانو د جبر ٬ استحصال او ظلم په ضد هڅې او قربانۍ وركړې دي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د خواري كښو نړيوالې ورځې په مهال پېغام
اسلام آباد ۔30 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ګران هېواد اقتصادي پرمختګ او سوكالي د خواري كښو او هنرمندو هڅو سره تړلې۔ زه باور لرم چې د ټولو اسټېك هولډرز مرستې سره مونږ خپلو خواري كښو لپاره د ژوند غوره معيار ترلاسه كولې شو او دوئي لپاره د پرمختګ يو ډول موقعې او دوئي ته خپل حقونه وركول باوري كولې شو۔ د شكاګو مزدورانو د جبر ٬ استحصال او ظلم په ضد هڅو كښې قربانۍ وركړې۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د خواري كښو نړيوالې ورځې په مهال كومه چې (نن) د ګل په ورځ د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي خپل خصوصي پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل په دې ورځ مونږ د محنت كوؤنكو سړو او مېرمنو ستائنه كوؤ۔ دوئي د هېواد د يوې مهمې ستنې حېثيت لري۔ دا ورځ د شكاګو د وژل شويو مزدورانو ياد تازه كوي چا چې د جبر ٬ استحصال او ظلم په ضد هڅې كړې او قربانۍ وركړي دي۔ اولس مشر ووئيل دا ورځ د پاكستاني افرادي قوت د كردار د دوئي د جذبې او عزم په توګه لمانځلې شي۔ چا چې پاكستان په نړۍ كښې د يو عزت لرونكي او پرمختګ خوښي اولس جوړېدو په لور روان كړو۔ اولس مشر ووئيل حكومت د مزدور طبقې مسئلو نه خبر دے او د دوئي د حقونو تحفظ باوري كولو له هڅې كوي۔ اولس مشر ووئيل دوئي زمونږ د پرمختګ كوؤنكي معيشت اتحادي دي او له دې كبله دوئي ته د استوګنې ٬ ٬ روغتيا او د زده كړې آسانۍ وركولو له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل ۔ زه باور لرم چې د ټولو اسټېك هولډرز مرستې سره مونږ خپلو خواري كښو لپاره د ژوند غوره معيار ترلاسه كولې شو او دوئي لپاره د پرمختګ يو ډول موقعې او دوئي ته خپل حقونه وركول باوري كولې شو۔ اولس مشر په دې مهال د ټول پاكستان كارمندانو ته د زړه نه سلام وكړو او ددوئي غوره سباؤن او سوكالۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔










