فېصل آباد 30 اپریل (اے پی پی) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې به د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په وړمبنۍ نېټه د ګل په ورځ لمانځلې شي دغسې د خواري كښو نړيوالې ورځ (ورلډ لیبر ډے ) په موقع به ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي چې ترمخه به ئې ټولې سرکاری ، غیر سرکاری ، نجی ، صنعتی ادارے بند وي۔ په دې موقع به په …
د خواري كښو نړيواله ورځ (نن)لمانځلې شي۔ ټول هېواد كښې به عامه رخصتي وي
فېصل آباد 30 اپریل (اے پی پی) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې به د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په وړمبنۍ نېټه د ګل په ورځ لمانځلې شي دغسې د خواري كښو نړيوالې ورځ (ورلډ لیبر ډے ) په موقع به ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي چې ترمخه به ئې ټولې سرکاری ، غیر سرکاری ، نجی ، صنعتی ادارے بند وي۔ په دې موقع به په ټول هيوااد كښې بيلې دستورې ، سیمینارونه ، کنفرنسونه كولې شي چې پكښې به د شکاګو خواري كښو سره د يوالې څرګندونې سره سره د دوئي په مسئلو رڼا اچولې شي۔ ټولو لويو وړو ښارونو كښې د پاکستان لیبر فیډرېشن، پاکستان ورکرز يونین، لیبر قومی موومنټ ، پیپلز لیبر بیورو او د نورو تنظیمونو د سېورې لاندې د لاريونونو اهتمام شوے او خواري كښو ته به د هغوي حقونو وركولو له غږ پورته كولې شي۔










