د رېلوے زمكه د ډيپارټمنټ قيمتي سرمايه او د آمدن ذريعه ده۔د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي

پیښور 16ستمبر (اے پي پي)د ېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي د زيارت په ورځ د پېښور رېلوے دوره وګړه۔په دې موقع د پیښور ډويژنل سپرنټنډنټ محمد يوسف د وفاقي وزير هركلے وكړو۔د رېلوے وزير د پېښور ډي اېس دفتر كښې د اعلٰی پاې غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې ګډون كوونكو سره د رېلوے وزير د رېلوے افسرانو ته په ديانتدارۍ د عمل كولو سپارښتنه وكړه۔ده تاكيد وكړو كه د رېلوے كوم افسر په ضد څه ګيلې راغلې نو سخته كاروائي به كولې شي۔د رېلوے وزير ووئيل د رېلوے ملازمانو ته ترلاسه كېدونكي ذاتي د مزل پاس نظام به ډېر زر د نادرا په مرسته كمپيوټرائز كړے شي۔د رېلوے وزير ووئېل د رېلوے زمكه د ډيپارټمنټ قيمتي سرمايه او د آمدن ذريعه ده