پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف د رحيم داد خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پیښور 16ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍد پنجاب صدر راجه پروېز اشرف مردان كښې د پيپلز پارټۍ پخواني صوبائي صدر رحيم داد خان په مړينه د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔ده د رحيم داد خان په قبر د ګلونو څادر غوړولو سره فاتحه خواني وكړه٬د پاكستان پيپلز پارټۍد خېبرپښتونخوا صدر نجم الدين خان٬د قامي اسمبلۍ پخوانے ډپټي سپيكر فيصل كريم كنډي او نور سينئر لارښود هم ده سره ملګري وو