د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په مشرۍ كښې صوبه كښې د امن او امان په اړه غونډه

پیښور 16ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په مشرۍ كښې صوبه كښې د امن او امان په اړه د اعلٰی كچ غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې په صوبه كښې د امن او امان د مجموعي صورتحال جاج واخستلے شو۔چيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز او پوليس انسپكټر جنرل معظم جاه انصاري نه علاوه اړوندو سول او عسكري چارواكو٬ د پوليس او استخباراتي ادارو افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال په صوبه كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال او په خاص توګه د غېر ملكي وګړو امنيت ښه والي په اړه غور وشو او ګڼ شمېر مهمې پريكړې وشوې۔په غونډه كښې په صوبه كښې د امن مجموعي صورتحال ښه كولو لپاره د سېكورټي فورسز٬پوليس او استخباراتي ادارو ترمينځه د كوټلي كوآرډينېشن په حاجت زور راوړولو سره دې مقصد لپاره اړوندو ادارو ته په ترجيحي بنيادونو د اقدامات كولو سپارښتنه وشوه۔په غونډه كښې د غېر ملكي وګړو امنيت باوري كولو لپاره د ټولو اړوندو ادارو په مشاورتد كوټلې تګلارې جوړولو پريكړه وشوه