د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په وزيرستان كښې د ځوانانو په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پیښور15ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په سوئېلي وزيرستان كښې د ترههګرو په ضد د عملياتو په مهال د ډزو په نتيجه كښې د 7 امنيتي اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورونيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔په هېواد كښې د امن لپاره امنيتي ځواكونو قربانۍ وركړي او قام د امنيتي ځواكونو قربانو ته سلام كوي