حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او د وزيراعظم په مشرتابه كښې به د كاميابو لړۍ دغسې روانه وي وفاقي پارلماني سېكتر

سلانوالی۔29اپریل (اے پی پی )وفاقی پارلیمانی سېكتر شفقت حيات بلوچ وئيلي چې پرېډ ګراؤنډ كښې د عمران خان خالي كرسيانو ته خطاب اولس كښې د ده د مخ په ښكته مقبوليت ښكاره ثبوت دے۔ عمران خان چې څنګه د تورونو او بهتانونو سياست كوي دغه اولس په هېڅ صورت نه قبولوي۔عمران خان د اقتدار ترلاسه كولو په حرص كښې جمهوريت ته د زيان رسولو چې كومې هڅې كوي كله به …

سلانوالی۔29اپریل (اے پی پی )وفاقی پارلیمانی سېكتر شفقت حيات بلوچ وئيلي چې پرېډ ګراؤنډ كښې د عمران خان خالي كرسيانو ته خطاب اولس كښې د ده د مخ په ښكته مقبوليت ښكاره ثبوت دے۔ عمران خان چې څنګه د تورونو او بهتانونو سياست كوي دغه اولس په هېڅ صورت نه قبولوي۔عمران خان د اقتدار ترلاسه كولو په حرص كښې جمهوريت ته د زيان رسولو چې كومې هڅې كوي كله به هم كامياب نه شي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت د تعمیر ٬ پرمختګ او خذمت سياست كولو سره د خپلو كړو وعدو پالل باوري كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل عمران خان به خپل مقصد كښې كامياب نه شي او د مسلم ليګ ن حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او د وزيراعظم په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ن) د كاميابو لړۍ به دغسې روانه وي۔