واشنګټن 26 اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد جوړ شوې٬نړيوالو ريټنګ ايجنسو د پاكستان درجه بندي د منفي څخه مستحكمه او بيا د مستحكمې څخه مثبت كړې٬هيله ده چې پاكستان به تر 2030 په جي 20 هېوادونو كښې شامل شي٬د مسلم ليګ(ن)حكومت د سترې محكمې د پريكړی احترام كړې٬د عدالت د پرېكړې په رڼا كښې د …
پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد ګرځېدلې

مزید خبریں
واشنګټن 26 اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې هېواد جوړ شوې٬نړيوالو ريټنګ ايجنسو د پاكستان درجه بندي د منفي څخه مستحكمه او بيا د مستحكمې څخه مثبت كړې٬هيله ده چې پاكستان به تر 2030 په جي 20 هېوادونو كښې شامل شي٬د مسلم ليګ(ن)حكومت د سترې محكمې د پريكړی احترام كړې٬د عدالت د پرېكړې په رڼا كښې د شريكې تحقيقاتي ډلې جوړولو هركلې كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يو خبري كنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل پاكستان د مالياتي او ډيجيټل اكانومي په لړ كښې غوره پېشرفت كړې۔ده دآئي اېم اېف او نړيوال بانك غونډو او په دغې مهال د شوو ملاقاتونو په حقله ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال د پاكستان معيشت پرمختګ كړے او دلته مثبت تاثرات رامخې ته شوې ٬په 2014 كښې پاكستان ديواليه كېدو ته نزدې ؤه ولې نن هيله ده چې پاكستان به د سږ كال په مهال 5 فيصده شرح نمو ترلاسه كړې ده










