ملګري ملتونه دې فلسطينيانو سره د يووالي نړيوالې ورځې پشان د كشمير مسئله هم په ډاګه كړي

ملګري ملتونه 26 اپرېل (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې فلسطينيانو سره د يووالي نړيوالې ورځې پشان د كشمير مسئله هم په ډاګه كړي۔ د نړيوالې ادارې په مركز كښې د پاكستان په مشن پرېس منسټر مسعود انور د يو اېن كمېټي آن انفارمېشن 39مې غونډه ته په خپله وېنا كښې د فلسطين كاز لپاره د ملګرو ملتونو اقدامات ستائلو سره ووئيل چې پاكستان غواړي چې …

ملګري ملتونه 26 اپرېل (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې فلسطينيانو سره د يووالي نړيوالې ورځې پشان د كشمير مسئله هم په ډاګه كړي۔ د نړيوالې ادارې په مركز كښې د پاكستان په مشن پرېس منسټر مسعود انور د يو اېن كمېټي آن انفارمېشن 39مې غونډه ته په خپله وېنا كښې د فلسطين كاز لپاره د ملګرو ملتونو اقدامات ستائلو سره ووئيل چې پاكستان غواړي چې داسې اقدامات دې د كشمير اولس لپاره هم وكړل شي۔ په دې موقع هندي استازي سخت غبرګون ښودلو سره د كمېټې د چيئرمېن څخه په پوائنټ اف آرډر د خبرې كولو اجازه طلب كړو او ادعا ئې وكړه چې كشمير د دوه هېوادونو ترمېنځه شخړه ده او په غونډه كښې د موضوع دې سره هېڅ تعلق نشته خو پاكستاني استازي د ده څه پروا ونه كړه او خپله وېنا ئې روانه وساتله

مزید خبریں