نېشنل نېټ بال كوچنګ اېنډ امپائرنګ كورس وځنډولے شو

اسلام آباد۔2ستمبر(اے پی پی) پاکستان نېټ بال فېډرېشن د 8م ستمبر نه پېل كېدونكې نېشنل نېټ بال كوچنګ اېنډ امپائرنګ كورس د ځينو وجوهاتو له امله ځنډولے دے۔ د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائېں ووئيل چې دا كورس د روانې مياشتې 8 مې نېټې نه تر 11 ستمبر كالام كښې كېدل وو۔ د كورس د نوې نېټې اعلان به څو ورځو كښې كولے شي