اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي چې د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري،وفاقی حکومت د اعلی تعلیم ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د اعلی تعلیم ودې په اړه د جاج اخستلو غونډه كښې خبرو اترو كښې وكړه۔ په …
د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي چې د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري،وفاقی حکومت د اعلی تعلیم ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د اعلی تعلیم ودې په اړه د جاج اخستلو غونډه كښې خبرو اترو كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو اسد عمر ، فواد حسېن او شفقت محمود، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د وزیر اعظم ټاسك فورس چیئرمین ډاكټر عطا الرحمان ، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چیئرمېن او سینئر افسرانو ګډون وكړو۔غونډه د سیالکوټ انجنیئرنګ یونیورسټی جوړولو پیش رفت څخه خبر كړې شوه۔غونډې ته ووئيل شول چې د 16.69 اربه روپو مالیت دې منصوبې لپاره ایکنك منظوری وركړې ده۔ سیالکوټ انجینیرنګ یونیورسټی به د وفاق او پنجاب حکومت په شريكه توګه جوړوي كومې لپاره به چې نيمي روپۍ او زمكه د پنجاب حکومت وركوي۔غونډه خبر كړې شوه چې د 8م ٬ 9م او لسم كلاسونو په نصاب كښې سیرت النبی(ص) تعلیمات شامليږي او د دې كلاسونو لپاره به ډير زر نوې نصاب جاري كړې شي۔وزیر اعظم ووئيل د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري او حکومت دې پلو بشپړه پام لرنه كوي۔ده ووئيل وفاقی حکومت به د اعلی تعلیم ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔








