د ترهه ګرو او انتهاخوښو عناصرو ختمولو په اړه به كوم فشار ونه زغملې شي

اسلام آباد 25 اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكې د سټېټ دوهم سېكتر ټام شينن سره ملاقات وكړو۔واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت شوې دا ملاقات د نړيوال بانك او آئي اېم اېف غونډه كښې د ګډون په مهال وشو دغسې چې د امريكې اعلٰی انتظاميې عهديدارو سره پھ سيمه ايزو مسئلو او دوه اړخيزه اړيكو زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ اسحاق ډار …

اسلام آباد 25 اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكې د سټېټ دوهم سېكتر ټام شينن سره ملاقات وكړو۔واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت شوې دا ملاقات د نړيوال بانك او آئي اېم اېف غونډه كښې د ګډون په مهال وشو دغسې چې د امريكې اعلٰی انتظاميې عهديدارو سره پھ سيمه ايزو مسئلو او دوه اړخيزه اړيكو زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ اسحاق ډار امريكائي چارواكو ته ووئيل پاكستان امريكې سره د وړاندې نه شته دوه اړخيزه ا ړيكو ته استحكام او پراختيا وركول غواړي دغسې چې په راتلونكي وخت كښې د شريكې خوښې په څانكو كښې دوه اړخيزه مرسته لا پراخا كړې شي۔ده ووئيل پاكستان امريكې سره د وړاندې نه روانې دوه اړخيزه اړيكې مستحكم او پراخا كول غواړي ۔ده ووئيل پاكستان د شريك احترام او شريكې ګټې ترمخه د ټرمپ انتظاميې سره په ګډه كار كول غواړي۔ده د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو له د حكومت د كلك عزم پخلي كولو سره دوهم سېكتر ته ووئيل حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره په ټول هېواد كښې كاروائۍ پېل كړي او باور لري چې دې سره به د امن وضعه لا ښه شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې كوم داسې هېواد نشته كوم چې د ترهه ګرۍ ختمولو له د پاكستان نه زياتې قربانۍ وركړې وي۔ ده د امريكې انتظاميې له باور وركړو چې د هېواد څخه ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو كښې به هېڅ ډول فشار ونه زغملې شي او د ترهګر او انتها خوښي عناصر په ضد به كوم رعايت ونه كړې شي دغسې چې د نېشنل ايكشن پلان ترمخه د سوكاله او محفوظ پاكستان مقصد ترلاسه كړی شي۔افغانستان كښې د امن پھ وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره اسحاق ډار ووئيل د افغانستان مسئلې حل د افغانستان سياسي مشرتابه مشاورت او شركت سره باوري كېدې شي۔ ټام شينن د ټرمپ انتظاميې لخوا پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا په اړه ووئيل امريكا پاكستان سره په ګډه سيمه ايز او د سوئېلي آسيا امن صورتحال ښه كولو مقصد ترلاسه كول غواړي۔

مزید خبریں