فلسطیني سيمو كښې د یهودیانو كلي جوړول غیر قانونی دي، دا سلسله دې په سمدستي توګه بند كړې شي ۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 23 اپریل (اے پی پی) ملګرو ملتونو مقبوضه فلسطینی سيمو كښې د یهودیانو كلي جوړول غیر قانونی ګرځولو سره وئيلي دا سلسله دې په سمدستي توګه بند كړې شي۔ د ملګرو ملتونو کوآرډینېټر نکولائی ملادینوف وئيلي دي اسرائیل تيره مياشت كښې په لويديزه غاړه كښې د نوي كليو جوړولو اعلان کړې دے او د فلسطینیانو زمكه ئې ضبط کړې ده۔ ده غزہ كښې په روان بشري بحران د …

ملګري ملتونه 23 اپریل (اے پی پی) ملګرو ملتونو مقبوضه فلسطینی سيمو كښې د یهودیانو كلي جوړول غیر قانونی ګرځولو سره وئيلي دا سلسله دې په سمدستي توګه بند كړې شي۔ د ملګرو ملتونو کوآرډینېټر نکولائی ملادینوف وئيلي دي اسرائیل تيره مياشت كښې په لويديزه غاړه كښې د نوي كليو جوړولو اعلان کړې دے او د فلسطینیانو زمكه ئې ضبط کړې ده۔ ده غزہ كښې په روان بشري بحران د تشویش څرګندونې سره ووئيل غزہ كښې د ورځې 6 ساعته څخه كمه برېښنا وركړې كېږي كومه چې د تشویش وړ خبره ده۔