د جشن آزادي ټيبل ټينس ټورنامنټ به د جمعې ورځې څخه پېنډۍ كښې پېل كېږي

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د پېنډۍ ټېبل ټينس اېسوسي اېشن سيوري لاندې د جشن آزادي ټيبل ټينس ټورنامنټ به (سبا) د جمعې ورځې څخه په پېنډۍ كښې پېل كېږي۔د ټورنامنټ چيف حامد صديق ووئېل د ايونټ تيارۍ په ښه ډول روانې دي او په ټورنامنټ كښې به د درېو كيټګريز مقابلې كېږي چې پكښې منيز سنګلز٬ليډيز سنګلز او ويټرن مقابلې شاملې دي۔په ټورنامنټ كښې د ګډون كولو خوښي لرونكي لوبغاړي خپل رجسټرېشن تر(نن)زيارت ورځ كولې شي۔د ټورنامنټ فائنل مقابلې به د اګست په 7مه نېټه كولې شي