امريكا به افغانستان سره خپل لوظونه كوي ۔د امريكا خارجه وزير افغان صدر سره ټېلېفوني خبرې

واشنګټن۔4 اګست(اے پی پی) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن افغان صدر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو كښې وئيلي دي امريكا به افغانستان سره خپل لوظونه تر سره كوي ۔ د امريكا خپرونې ادارې له مخې د خارجه څانګې وياند نيډ پراس وئيلي دي دواړو لارښودو د سوله ايزو خبرو عمل په تندولو او د بشپړه تصفيې په حاجت زور راوړو چې ورسره به افغان اولس خپل لارښود وټاكلے شي او د افغانستان خاوره به د امريكا او د هغې اتحاديانو لپاره خطر رامخې ته كولو لپاره كارولو اه ورنه كړے شي۔ دواړو مشرانو د طالبانو وروستي بریدونه وغندل ، کومو سره چې هغوي ته د ستراتيجيكي اهميټ ګټې ترلاسه شوي۔ په دغه كښې د طالبانو لخوا د هلمند 10 اولسوالو كښې 9 اولسوالۍ نيول هم شامل دي۔ امريكا او ناټو افغانستان څخه خپل نزدې 95 فيصده ځواكونه ويستلي دي او هيله ده چې د روانې مياشتې تر 31 مې نېټې به د 100 فيصده وتلو ډېډ لائن ترسره كړے شي۔