د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ د اګست 12 مې نېټې نه پېل كېږي

جمیکا۔4 اګست (اے پی پی) د پاکستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د اګست 12 مې نېټې څخه په سبینا پارک ،کنګسټن ، جمېکا كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې ګرين شرټس كوربه لوبډلې ته ټي -20 مېچونو په سېريز كښې 0-1 سره ماتې وركړې وه۔ د پاكستان لوبډلې وېسټ انډيز ته په دويم ټي -20 مېچ كښې 7 رنز سره ماتې وركړه وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه نور درې مېچونو د باران د لاسه نه وو شوې۔ پاكستانۍ لوبډله به د بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنے ټېست به د روانې مياشتې 12 مې نېټې نه تر 16 مې او دويم او وروستے مېچ به د 20 مې نېټې نه تر 24 مې نېټې جمېكا كښې كېږي