د خېبر پښتونخوا د فټ سال لوبډلې تربيې كېمپ به د زيارت په ورځ پېل كېږي

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د فټ سال لوبډلې تربيې كېمپ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په مانسهره كښې پېل كېږي.د خبر له مخې د تربيې كېمپ ته د خېبر پښتونخوا څخه 25 لوبغاړي رابللې شوي . د لس كسيزه لوبډلې اعلان به د اګست په 9مه نېټه كولې شي. منتخب لوبډله به د اګست په 11مه نېټه په كوئټه كښې په پېل كېدونكي قومي چېمپئن شپ كښې ګډون كوي.