په افغانستان كښې دې حكومت او طالبان د خلقو د ژوند تحفظ باوري كړي. ملګري ملتونه

نيويارك 04 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے په افغانستان كښې دې حكومت او طالبان د خلقو د ژوند تحفظ باوري كړي ٬ ګني د دې به تباه كوونكې نتيجه راوځي. د المان خبر رسنې ادارې په افغانستان كښې د نړيوالې ادارې مشن په اړه وئيلي دي چې د طالبانو د پېش قدمۍ مخ نيوي لپاره د افغان ځواكونو هوائي بريدونه هم د لوئې ځاني او مالي زيان سبب ګرځي. د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو د وتلو عمل روان دے او په وروستي پړاٶ كښې دے، په داسې حال كښې طالبان د هېواد په ډېرو سيمو قبضه كوي او د زرګونو په شمېر افغانان په كډه كولو مجبور دي.