په منګوليا كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 5 كسان مړه او 13 ژوبل شول

اولان باتور 03 اګست (اے پي پي) په منګوليا كښې په يو دوكان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 5 كسان مړه او 13 ژوبل شوي. د چينائي مېډيا له مخې د منګوليا چارواكو وئيلي دي دا پېښه په ډوس ښار كښې په يو دوكان كښې رامېنځ ته شوې . مرستندويه ډلو مړه او ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولي او پوليس د پېښې پلټنې پېل كړې دي.