د انګلېنډ او هند ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ د شورؤ ورځې نه پېل كېږي

نوټنګھم ۔3 اګست (اے پی پی) د انګلېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ نن د شورؤ ورځې نه ټرينټ برج نوټنګھم كښې پېل كېږي۔ د هند لوبډله دا مهال د انګلېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 5 تېسټ مېچونو سيريز لوبوي۔ د سيريز اولنے مېچ نن د شورؤ ورځې څخه پېل كېږي۔ د انګلېنډ لوبډله به د جو روټ او د هند لوبډله به د ويرات كوهلي په مشرۍ كښې لوبېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم مېچ به د روانې مياشتې 12 مې نېټې نه تر 16 مې لارډز ٬ درېم مېچ به 25 مې نېټې نه تر 29 مې ليډز ٬ څلورم مېچ به د ستمبر 2 مې نېټې نه تر 6 مې نېټې لندن او پنځم او وروستے ټېسټ مېچ به هم د دغه مياشتې 10مې نېټې تر 14 مې نېټې مانچسټر كښې كولې شي