د هند پارليماني کمېټۍ ډله به د رواني مياشتي په مهال د مقبوضه جمو او کشمير دورہ کوي

نوې ډيلې 02 اګست (اے پي پي) د هند د پارليمنټ سټينډنګ کمېتۍ يوه ډله به اګست مياشتې په مهال په غير قانوني توګه د هند په تسلط كښې د جمو او کشمير دوره كوي۔ د کشميرميډيا سروس له مخې ميډيا په خبرونو كښې وئيلي شوي چې دا ډله به د 16 نه تر 22 اګست دوره كوي۔ کانګريس لارښود آنند شرما په مشرۍ كښې ډله به وادي کشمير ، جمو او لداخ كښې سول سوسائټۍ، سياسي لارښودو او صنعت او تجارت نمائندګانو سره خبرې كوي۔ دا دوره به د فسطائي هندي حکومت د اړخه دفعه 370 او 35A منسوخي او جمو او کشمير تقسيم نه پس د كوم هم هندي پارليماني کمېټۍ وړومبۍ دوره وي