د بنګله ديش او آسټريليا ترمينځه وړومبې ټي 20 ميچ به ﴿نن﴾ كيږي

ډھاکه 02 اګست (اے پي پي) د بنګله ديش او آسټريليا د کرکټ لوبډلو ترمينځه وړومبې ټي 20 انټرنيشنل ميچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په ډھاکه كښې كيږي۔ د آسټريليا ډله دا مهال د بنګله ديش په دوره دې چرته به چې د ټيم بنګله دېش په ضد 5 ټي 20 انټرنيشنل ميچونو سيريز کيږي۔ سيريز به د نهې په ورځ پيل كيږي۔ د سيريز دويم ټي 20 ميچ به په 4 اګست، دريم به په 6 اګست، څلورم به په 7 اګست دغسې 5م او آخري ميچ به په 9 اګست کيږي۔ ټول ميچونه به شير بنګله نيشنل سټيډېم، ډھاکه كښې كيږي