ماسکو 21 اپرېل (اے پي پي) د روسیې په خلائي الوتكه سویوز سفر كوٶنكي دوه خلاباز نړيوال خلائي مركز ته رسېدلي دې۔ د المان ميډيا له مخې د خلائي الوتكې سټېشن سره د پېوست كېدو تصديق د روسيې خلائي اېجنسۍ كاسموس كړے دے٬ دواړه خلاباز به تر 5 مياشتو په خلائي مركز كښې مېشته وي٬ د دوي رسېدو سره نړيوال خلائي مركز كښې د خلابازو شمېره 3 ته شوه۔ د …
د امریکې او روسیې خلاباز نړيوال خلائي مركز ته ورسېدل
ماسکو 21 اپرېل (اے پي پي) د روسیې په خلائي الوتكه سویوز سفر كوٶنكي دوه خلاباز نړيوال خلائي مركز ته رسېدلي دې۔ د المان ميډيا له مخې د خلائي الوتكې سټېشن سره د پېوست كېدو تصديق د روسيې خلائي اېجنسۍ كاسموس كړے دے٬ دواړه خلاباز به تر 5 مياشتو په خلائي مركز كښې مېشته وي٬ د دوي رسېدو سره نړيوال خلائي مركز كښې د خلابازو شمېره 3 ته شوه۔ د امريكې يوه مېرمن خلابازه په خلائي ريسرچ كښې مصروف ده۔ د خلاباز يوه بله ډله به سږ كال په جون كښې نړيوال خلائي مركز ته ځي۔خلائي مركز څخه به ټول خلابازان په ستمبر كښې زمكې ته راستنېږي










