كشميريانو د اګست په پنځمه نېټه د مكمل هړتال كولو او د تورې ورځې لمانځلو خواست كړې

سرينګر 01 اګست (اے پي پي) كشميريانو د اګست په پنځمه نېټه د مكمل هړتال كولو او د تورې ورځې لمانځلو خواست كړې۔ په مقبوضه كشمير كښې ځاې په ځاې پوسټرې لګولې شوي دي چې پكښې د كشميريانو نه خواست شوې چې هغه دې د اګست په پنځمه نېټه مكمل هړتال وكړي او د مودي د فسطائي حكومت د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په ضد دې دا ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د اګست په پنځمه نېټه كال 2019م كښې د مودي په مشرۍ كښې د هند فسطائي حكومت د كشمير خاص حېثيت ختم كړی و