د زمبابوے د كركټ لوبډله به روانه مياشت د آئرلينډ دوره كوي

بيلفاسټ 01 اګست (اے پي پي) د زمبابوے د كركټ لوبډله به روانه مياشت د آئرلينډ دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه ډلې په ضد د درې ون ډے او د 5 ټي 20 انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔ د دواړو ډلو ترمينځه به ون ډے سيريز د اګست 6مې نېټې څخه پېل كېږي۔ دوهم ون ډے مېچ به د اګست 8مه نېټه او درېم او آخري ون ډے مېچ به د اګست په 11مه نېټه كېږي۔ درې واړه ميچونه به بيلفاسټ په مېدان كښې كېږي۔د ون ډے سيريز نه پس به پنځو ټي 20 ميچونو سيريز د اګست 15مې نېټې څخه پیل كېږي٬د سيريز دوهم ټي 20 ميچ به د اګست په 17مه نېټه٬درېم به د اګست په 20مه نېټه٬څلورم به د اګست په 22مه نېټه او پنځم او آخري ټي 20 ميچ به د اګست په 24مه نېټه كېږي