په عراق كښې په دوه بريدونو كښې 4 تنه مړه٬ 6 ژوبل

بغداد 01 اګست (اے پي پي) د عراق په لوېديځو او ختيځو سيمو كښې د شرخوښو په دوه بريدنو كښې 4 تنه مړه او 6 ژوبل شوي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د پوليسو ميجر عبدالستار الدوليمي مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې د هېواد په لوېديځه انبار صوبه كښې شرخوښو د بغداد نه 160 كلوميټره لرې د ځائي وخت ترمخه په دوه بجې د يو پوليس اهلكار په كور بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې پوليس اهلكار٬د هغه پلار او ورور مړه شوي۔ الدوليمي وئېلي چې امنيتي ځواكونو د بريد كونكو لټون لپاره عمليات پیل كړي۔ د ختيځې دياله صوبې د پوليسو مشر عباس الندوي وئېلي دي چې د آئي اېس شرخوښو په جلاله سيمه كښې د عراق په امنيتي ځواكونو ډزې كړې دي چې په نتيجه كښې يو امنيتي اهلكار مړه او 6 ژوبل شوي۔ د رېسكيو ډلې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي