په مصر كښې د داعش په بريد كښې 5 عسكر مړه او 6 ژوبل شوي، په ځوابي عملياتو كښې 3 بريد كوونكي ووژل شوي

قاهره 01 اګست (اے پي پي) د مصر د جنګ ځپلې سينا په شېخ زوېد سيمه كښې په يوه پوسته د داعش جنګيالو بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 5 عسكر مړه او 6 ژوبل شوي دي. د العربيه ټي وي له مخې د مصر چارواكو وئيلي دي چې په بريد كښې ژوبل شوي عسكر د بحر متوسط په غاړه د العريش ښار پوځي روغتون ته رسول شوي دي.. د چارواكو له مخې د امنيتي ځواكونو په ځوابي عملياتو كښې 3 جنګيالي وژل شوي دي او سيمې ته نوره نفري هم لېږل شوې ده