د بنګله دېش او آسټراليا ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به د نهې په ورځ كېږي

ډهاكه 01 اګست (اے پي پي) د بنګله دېش او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په ډهاكه كښې كېږي. د خبر له مخې د آسټراليا د كركټ لوبډله نن سبا د بنګله دېش په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د پنځو ټي ټونټي مېچونو سېريز كوي. دا سېريز به د نهې په ورځ پېل كېږي. د سېريز دوهم مېچ به د اګست په 4مه نېټه، دريم مېچ به د اسګت په 6مه نېټه، څلورم مېچ به د اګست په 7مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د اګست په 9مه نېټه كېږي.