د هرشل ګبز انكشافاتو د هند مكروه څيره څرګنده كړې۔ مشعال ملك

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د كل جماعتي حريت كنفرنس اسير لارښود ملك ياسين كور ودانې مشعال ملك وئېلي دي چې د هرشل ګبز انكشافاتو د هند مكروه څيره څرګنده كړې٬هند كشمير پريميئر ليګ ناكامه كول غواړو۔په خپل يو بيان كښې مشال ملك ووئيل چې كشمير پريميئر ليګ سره د كشمير لفظ تړلې دې۔هند د كشمير لفظ د نړۍ نه ختمول غواړي۔مشعال ملك ووئيل چې د هند انتهاخوښې حكومت د لوبو نه هم يره لري بايد نړيوال لوبغاړي په كشمير پريميئر ليګ كښې بشپړه كردار ترسره كړي٬ بايد آئي سي سي د هندي اقدام نوټس واخلي