د اسرائيلي ځواكونو كريك ډاؤن٬ د 5 ماشومانو پشمول 9 فلسطينيان ونيول

غرب اردن 31 جولائي (اے پي پي) اسرائيلي ځواكونو د فلسطين په مقبوضه لوېديزه غاړه او په بېت المقدس كښې په بېلو ځايونو كښې د لټون كاروائۍ په مهال د 5 ماشومانو پشمول لږ تر لږه 9 فلسطينيان په حراست كښې اخستي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې اسرائيلي ځواكونو تېره شپه د القدس او غرب اردن په بېلا بېلو ځايونو د چاپې وهلو په مهال پنځه ماشومان او ګڼ شمېر پخواني بنديان بيا نيولي دي۔ القدس كښې د لټون په مهال په حزما ځايې اسرائيلي ځواكونو په فلسطينيانو اوښكې بهيونكې ګاز استعمال كړے او ډزې ئې كړې دي چې په نتيجه كښې يې ګڼ شمېر فلسطينيان ژوبل شوي هم دي