په عراق كښې د پوليسو په چوكۍ او جنازه بريد٬ 13 تنه مړه٬ 45 ژوبل

بغداد 31 جولائي (اے پي پي)د عراق په صلاح الدين صوبه كښې په يوه جنازه او د پوليسو چوكۍ د شوي بريد په نتيجه كښې 13 تنه مړه او 45 ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د صلاح الدين صوبې ګورنر عمار الجابر مېډيا ته ووئيل چې تېره ورځ ماښام ترهه ګرو د بغداد نه 80 كلوميټر لرې په شمالي البو جلي كلي كښې په يوه جنازه بريد وكړو او د دې نه پس يې د پوليس په چوكۍ هم ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يې د 3 پوليس اهلكارو پشمول 13 تنه مړه او 45 ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو په سمدستي توګه ټول ژوبل او مړه كسان نزدې روغتون ته منتقل كولو سره د پېښې ځاې سيل كړو۔ ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو د دواړو پېښو پلټنې پېل كړې دي