د انګلستان او هند د كركټ لوب ډلو ترمينځه وړومبې ټېسټ مېچ به د اګست په څلورمه نېټه پېل كېږي

لندن 31 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او هند د كركټ لوب ډلو ترمينځه وړومبې ټېسټ مېچ به د اګست په څلورمه نېټه پېل كېږي۔دا به د دواړو لوب ډلو ترمينځه د پنځو ټېسټ ميچونو د سيريز وړومبې مېچ وي۔د دواړو لوب ډلو ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د اګست په 12مه نېټھ٬ درېم ټېسټ مېچ به د اګست په 25مه نېټه٬ څلورم ټېسټ مېچ به د ستمبر پھ دوهمه نېټھ او پنځم مېچ به د ستمبر په لسمه نېټه پېل كېږي