په بنګله دېش كښې د روهنګيا په كېمپونو كښې د سېلاب له امله د زرګونو په شمېر خلك بې كوره شوي

ډهاكه 31 جولائي (اے پي پي) په بنګله دېش كښې د روهنګيا په كېمپونو كښې د سېلاب له امله د زرګونو په شمېر خلك بې كوره شوي دي۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د بنګله دېش يو چارواكي مامون الرشيد مېډيا ته وئېلي چې په كال 2017م كښې په ګاونډي هېواد ميانمر كښې د پوځي كاروائۍ له امله د كډه كولو نه پس پھ نړۍ كښې تر ټولو زيات كډوال د بنګله دېش په سرخطي ضلع كاكس بازار كښې مېشته دي چې شمېره يې يو ملين ده۔ده ووئيل چې د روانو سختو بارانونو او سېلاب له امله د 21 زرو نه زيات كډوال ځپلې شوي دي او د 13 زرو نه زياتو روهنګيا د كاكس بازار نه كډې كړې دي