په نائيجر كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې 19 كسان مړه 3 ژوبل شوي

نيامې 30 جولائي (اے پي پي) په نائيجر كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې 19 كسان مړه 3 ژوبل شوي۔د لوېديز افريقې په نائيجر هېواد كښې په يو كلي نامعلومو كسانو بريد كړې او په نتيجه كښې يې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي۔د نائيجر د كورنيو چارو وزارت تېره ورځ په يو بيان كښې وئېلي دي چې وسله والو د مالي پولې سره نزدې په كلي بريد كړې٬په بريد كښې يو تن بې دركه شوې هم دې۔په بيان كښې وئېلې شوي دي چې د بريد كونكو لټون پېل كړې شوې